موضوعات
آرشيو وبلاگ فراه داټ کام خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و... 28 / 2 / 1391برچسب:, :: 13:48 :: نويسنده : همایون ذهین
د فراه والي پر دفتر بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو پاى ته ورسېدخبریال همايون ذهين.May 17, 2012 - 11:03فراه ( پژواک ٢٨ ثور ٩١): د فراه ولايت پر ودانۍ د وسلوالو کسانو بريد د پنځو پوليسو او بريد کوونکو په وژل کېدو او د دوو ملکي کسانو په ګډون د ١٥ تنو په ټپي کېدو سره پاى ته ورسېد. وسلوال کسان، چې د عيني شاهدانو په وينا، د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، نن له غرمې مخکې د لس نيمو بجو په شاوخوا کې د فراه ولايت پر ودانۍ بريد وکړ. عيني شاهدانو پژواک خبري اژانس ته وويل چې ٧ وسلوال کسان، چې د سرحدي پوليسو جامې يې پر تن وې، د ولايت ودانۍ دروازې ته نږدې له موټر څخه ښکته شول او پر ساتونکو له بريد وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل. د والي وياند نقيب الله فراهي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بريد کوونکو شمېر معلوم نه دى، خو د دروازې د دوو ساتونکو له وژلو وروسته د ولايت ودانۍ ته ننوتل او دوو کسانو يې ځانونه والوځول. فراهي زياته کړه چې درېيم ځانمرګى بريد کوونکى د ولايت ودانۍ په زينه کې د لاسي بم له الوځولو وروسته د والي خونې ته ننوت، خو د والي د مرستيال محمد يونس رسولي لخوا ځاى پر ځاى ووژل شو. سرچينې زياته کړه چې جګړه ظاهراً پاى ته رسېدلې ده، خو پوليس او اردو د سيمې په پلټنه بوخت دي. هغه وويل چې په دې پېښه کې د فراه والي ته ، چې د بالابلوک ولسوالۍ له سپين ږيرو سره په غونډه بوخت وو، زيان نه دى اوښتى. فراهي ومنله، چې بريد کوونکو د پوليسو جامې اغوستې وې. د بريد کوونکو کره شمېره تراوسه نه ده معلومه او د فراه د والي مرستيال وايي ، چې دوه بريد کوونکي يې په ډزو وژلي دي. د فراه ولايت د روغتون مشر عبدالمنان رشيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوو ملکي کسانو په ګډون ١٥ ټپيان او د پنځو پوليسو مړي روغتون ته راوړل شوي دي. هغه وويل، چې روغتون ته د ټپيانو راوړل دوام لري او کېداى شي شمېره يې زياته شي. همدارنګه طالب وياند قاري يوسف احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د الفاروق عملياتو په لړ کې دهغوى يوه ډله کسان د فراه ولايت ودانۍ ته ننوتي او جګړه روانه ده. نظرات شما عزیزان:
|
||
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب
تبادل
لینک هوشمند
|
||